Acts 6:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په هغه ورځو کښې چې د مريدانو شمار زياتېدو يونانى يهوديانو د عبرانى يهوديانو خلاف دا شکايت وکړو چې د هغوئ د کونډو ښځو د روزمره خوراک په تقسيمولو کښې لا پرواهى کيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په هغو ورځو کې چې د عیسی د پیروانو شمېر زیاتېده، نو یوناني ژبو یهودیانو د عبراني ژبو یهودیانو څخه شکایت وکړ چې د ورځني خوراک د وېشلو په وخت کې یوناني ژبو یهودي کونډو ښځو ته خپله برخه نه ورکول کیږي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په هغه ورځو کښے چه دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمار زياتيدو نو په يُونانى ويُونکو اَؤ عبرانى ويُونکو يهُوديانو کښے اِختلاف پيدا شو. دَ اولنے ډلے دا شکايت وو چه دَ هغوئ کونډو ښځو دَ روزانه خوراک په ويش کښے بے پرواهى کيږى.