Acts 6:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغه دولسو رسولانو ټول مريدان رايوځائ کړل او وې وئيل چې، ”دا زمونږ دپاره مناسب نۀ دى چې مونږ د خُدائ پاک د کلام خِدمت د خوراک څښاک په بندوبست کولو کښې تير کړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو هغو دولسو رسولانو ټول ایمانداران راوغوښتل او ویې ویل: «دا زمونږ دپاره مناسبه نه ده چې نورو ته د خوړو د رسولو په خاطر خلکو ته د خدای د پیغام رسول پرېږدو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغه دولسو رسُولانو دَ عيسىٰ منُونکو ټوله جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه ”دا زمُونږ دَ پاره مناسب نۀ دى چه مُونږ دَ خُدائے کلام آؤرول پريږدُو اَؤ دَ خوراک څښاک بندوبست کوُو.