Acts 7:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه يې د خپلو ټولو تکليفونو نه بچ کړو. او خُدائ پاک هغۀ ته داسې فضل او حِکمت ورکړو چې د مِصر د بادشاه فِرعون په وړاندې مقبول شو، نو هغوئ هغه د ټول مِصر او خپل محل حاکِم مقرر کړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او هغه یې له خپلو ټولو تکلیفونو څخه خلاص کړ. کله چې یوسف د مصر د پاچا فرعون په حضور کې راښکاره شو، خدای په هغه باندې فضل وکړ او هغه ته یې حکمت ورکړ. نو فرعون هغه د ټول مصر واکمن او د خپلې کورنۍ مسوول وټاکه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه ئے دَ خپلو ټولو تکليفونو نه خلاص کړو. اَؤ خُدائے هغۀ ته داسے فضل اَؤ حِکمت ورکړو چه دَ مِصر دَ فرعون په وړاندے مقبُول شو اَؤ فرعون دَئے دَ ټول مصر اَؤ خپلے شاهى کورنئ واکدار کړو.