Acts 7:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغوی مړي شکیم ته یووړل شول او په هغې هدیره کې ښخ کړای شول چې ابراهیم د حمور د زامنو څخه په بیه اخیستې وه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغوئ لاشُونه بيا شِکم ښار ته يووړے شول اَؤ هلته په قبرونو کښے ښخ کړے شول، کُوم چه اِبراهيم دَ بنى همور نه په شِکِم ښار کښے په بيعه اخستے وو.