Acts 7:26 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بله ورځ موسىٰ دوه کسان وليدل چې په جنګ وو، هغۀ د هغوئ د جګړې د ختمولو کوشش وکړو. موسىٰ ورته ووئيل چې، ”دا ولې؟ تاسو خو وروڼه يئ، نو تاسو ولې يو بل وهئ؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بله ورځ موسی ولیدل چې دوه اسراییلیانو په خپلو کې سره جګړه کوله او هغه هڅه کوله چې د هغوی ترمنځ روغه جوړه وکړي، نو موسی هغوی ته وویل: ‹ای خلکو! تاسو خو سره ورونه یئ، نو ولې یو د بله سره جګړه کوئ؟›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بله ورځ هغۀ دوه داسے کسان وليدل چه سره جنګيدل، اَؤ دَ هغوئ دَ جګړے دَ ختمولو کوشش ئے وکړو. مُوسىٰ ورته ووئيل چه : ”اَئے زلمو! تاسو خو ورُوڼه يئ، نو ولے تاسو دَ يو بل سره بد سلُوکى کوئ؟“