Acts 7:36 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغۀ هغوئ د مِصر نه وويستل او بيا يې په مِصر او بحرِقُلزم او په صحرا کښې تر څلوېښتو کالو پورې ډېر عجيبه کارونه او معجزې وښودلې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا موسی ؤ چې هغوی یې د مصر څخه راوویستل او په مصر او سره بحیره کې او څلوېښت کاله یې په دښته کې حیرانوونکي کارونه وکړل او معجزې یې وښودلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هم دغه مُوسىٰ وو چه هغوئ ئے دَ مصر نه بهر وويستل اَؤ په مصر اَؤ په بحرِ قُلزم کښے اَؤ تر څلويښتو کالو پورے ئے په صحرا کښے عجيبه کارُونه اَؤ نخښے ښکاره کولے.