Acts 7:38 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا موسی ؤ چې په دښته کې زمونږ د نیکونو یعنې د خدای د قوم په غونډه کې د هغوی سره ؤ او فرښتې ورسره د سینا په غره کې خبرې وکړې. هلته هغه د خدای ژوندی کلام تر لاسه کړ چې مونږ ته یې راورسوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه دوئ په صحرا کښے راغونډ شوى وُو نو دغه مُوسىٰ دَ سينا په غرۀ دَ فرښتے سره اَؤ زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره ئے خبرے وکړے، اَؤ دَ خُدائے هغه ژوندے کلام ئے ومُوندو چه مُونږ ته ئے راورسوى.