Acts 7:44 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زمونږ د پلار نيکونو سره په صحرا کښې د ګواهۍ خېمه وه، او موسىٰ دا د خُدائ پاک په حکم د هغه نقشې په مطابق جوړه کړه کومه چې هغۀ ته ښودلے شوې وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زمونږ نیکونو په دښته کې د شهادت خېمه لرله. دا هغه خېمه وه چې خدای موسی ته حکم کړی ؤ چې د هغې نمونې له مخې چې هغه ته ښودل شوې وه، جوړه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره په صحرا کښے دَ شهادت خيمه وه، لکه چه مُوسىٰ ته خُدائے حُکم کړے وو چه په هغه رنګ ئے جوړه کړه په کوُمه نمُونه چه هغۀ ليدلے وه.