Acts 7:5 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو خُدائ پاک ورته يو ګز قدرې زمکه هم د وراثت په طور ورنۀ کړه، خو خُدائ پاک ورسره دا وعده وکړه چې دا به دۀ ته او د دۀ نه پس د دۀ اولاد ته د وراثت په طور ورکړى، اګر چې هغه وخت د اِبراهيم اولاد نۀ وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو خدای په هغه وطن کې هغه ته حتی یو متر مربع ځمکه هم د میراث په توګه ورنه کړه، حتی دومره ځمکه یې هم ورنه کړه چې پښه ورباندې کېږدي. خو خدای وعده وکړه چې دا ځمکه به هغه ته او د هغه څخه وروسته د هغه اولادې ته ورکړي چې د هغوی ملکیت شي، که څه هم ابراهیم په هغه وخت کې اولاد نه درلود.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو خُدائے ورته يو ګز قدرے ځائے هم داسے ورنۀ کړو چه هغه ئے خپل وبولى، خو دا وعده ئے ورسره وکړه چه دا به دَ دۀ اَؤ دَ دۀ نه پس دَ دۀ دَ اَؤلاد په قبضه کښے ورکړى، سره دَ دے چه هغه وخت ئے اَؤلاد لا نۀ وو.