Acts 7:51 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ای سرزورو خلکو! ستاسو زړونه د کافرو د زړونو په شان دي، د خدای د پیغام اورېدلو ته کاڼه یئ! تاسو تل د خپلو نیکونو په شان د روح القدس په وړاندې ودرېږئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
تاسو څومره سرکښ يئ! په زړُونو کښے لا تر اوسه کافر اَؤ رښتياؤ ته کاڼۀ يئ! تاسو هميشه دَ رُوحُ القُدس سره جنګيږئ لکه چه ستاسو پلارُونو نيکُونو کول!