Acts 7:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خُدائ پاک ورته هم داسې وفرمائيل چې، ”ستا اولاد به په پردى مُلک کښې مسافر شى، او هغوئ به غلامان شى او څلور سوه کاله به پرې ظلم کيږى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو خدای ابراهیم ته داسې وویل: ‹ستا اولاده به په پردي وطن کې د مسافرو په شان اوسیږي. هغوی به هلته غلامان وي او څلور سوه کاله به ورباندې ظلم کیږي.›
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خُدائے ورته داسے ووئيل چه : ”دَ اِبراهيم اَؤلاد به په پردى ملک کښے دَ مُسافرو په شان اوسيږى اَؤ تر څلورو سوو کالو پورے به ورسره زياتے کيږى اَؤ غُلامان به وى.“