Acts 7:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا خدای ابراهیم ته د سنتولو حکم ورکړ چې د لوظ یوه نښه به وي، ترڅو دا وښایي چې هغه په شوي لوظ باندې عمل کړی دی. نو کله چې د ابراهیم زوی اسحاق پیدا شو، نو هغه یې په اتمه ورځ سنت کړ. اسحاق خپل زوی یعقوب سنت کړ او یعقوب خپل دولس زامن چې وروسته بیا د دولسو قبیلو مشران شول، سنت کړل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو بيا خُدائے دَ اِبراهيم سره دَ سُنت وعده وکړله. اَؤ چه له اِبراهيم نه اِسحاق پيدا شو نو هغۀ په اتمه ورځ سُنت کړو اَؤ هغه شان اِسحاق دَ خپل زوئے يعقُوب، اَؤ يعقُوب دَ خپلو زامنو چه وروستو دَ دولسو قبيلو مشران شول.