Acts 8:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
شاوول د هغو کسانو څخه ؤ چې د استیفان په مرګ باندې راضي ؤ. په هماغه ورځ په اورشلیم کې د ایماندارانو سخته ځورونه پیل شوه او پرته له رسولانو ټول ایمانداران د یهودیې او سامرې شاوخوا سیمو ته خواره واره شول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ساؤل هم په هغه کسانو کښے وو چه دَ هغۀ په مرګ راضى وُو. دَ ساؤل جماعت ربړَول اَؤ هم هغه ورځ دَ بيتُ المُقدس په جماعت سخت ربړول شروع شول اَؤ دَ رسُولانو نه بغير نور ټول عيسىٰ منُونکى دَ يهُوديه اَؤ سامريه په ملکُونو کښے خوارۀ وارۀ شوى وُو.