Acts 8:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
فیلیپوس پاڅېده او روان شو. هغه په لاره کې د یو ایتوپیایي سره چې خصي شوی ؤ او د ایتوپیا د کنداکې د ملکې د دربار د ټولې خزانې مشر مامور ؤ، مخامخ شو. هغه مامور اورشلیم ته د عبادت دپاره راغلی ؤ
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو هغه روان شو اَؤ په لاره کښے يو حبشى خواجه په راتلو وليدلو. دا سړے خسى وو اَؤ دَ حبش دَ کنداکى مَلِکے لوئے عهده دار اَؤ دَ هغے دَ ټولے خزانے واکمن وو. هغه بيتُ المُقدس ته عبادت له راغلے وو.