Acts 8:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو شاوول کوښښ کاوه چې کلیسا ورانه کړي. هغه کور په کور ګرځېده او ښځې او نران به یې له کوره راویستل او په زندان کې به یې اچول.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے دوارن کښے ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ننوتو اَؤ عيسىٰ منُونکى سړى اَؤ ښځے ئے نيول اَؤ قيد خانے ته ئے بوتلل.