Acts 8:30 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو فیلیپوس د هغه خواته ورمنډه کړه او هغه واورېدل چې هغه سړی د اشعیا پیغمبر کتاب لولي. نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ته چې څه لولې ورباندې پوهېږې؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو فيليپوس ورمنډے کړے، نو وائے وريدل چه هغۀ دَ يشعياه نبى صحيفه په زوره لوستله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تۀ چه څۀ لولے په دے پوهيږے هم څۀ؟“