Acts 9:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
په دمشق کې یو ایماندار اوسېده چې حنانیا نومېده. هغه رویا ولیدله چې څښتن ورته وویل: «ای حنانیا!» هغه ځواب ورکړ: «ای څښتنه، زه حاضر یم.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دمشق کښے يو دَ عيسىٰ منُونکے سړے وو چه نُوم ئے حننياه وو. هغۀ رويا وليده اَؤ دَ مالِک دا آواز ئے واؤريدو چه وئيل ئے، ”اَئے حننياه!“ هغۀ جواب ورکړو چه ”مالِکه! زَۀ حاضر يم.“