Acts 9:11 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څښتن هغه ته وویل: «پاڅېږه او هغې کوڅې ته لاړ شه چې د مستقیمې کوڅې په نوم یادیږي او د یهودا په کور کې د شاوول په نوم د یو تن څخه چې د ترسوس د ښار څخه دی، پوښتنه وکړه. هغه همدا اوس دعا کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
مالِک هغۀ ته ووئيل چه ”سمدستى هغه کُوڅے ته لاړ شه چه ورته نيغه وئيلے شى اَؤ دَ يهُوداه کره ورشه اَؤ دَ ترسوس نه يو سړے راغلے چه ساؤل ئے نُوم دے، تپوس ئے وکړه. تۀ به هغه په دُعا ووينے.