Acts 9:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو څښتن هغه ته وویل: «لاړ شه، ځکه چې دا سړی یوه وسیله ده چې ما غوره کړی دی، ترڅو زما نوم غیریهودیانو، د هغوی پاچاهانو او د اسراییلو قوم ته وروپېژني.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو مالِک هغۀ ته ووئيل چه ”تۀ ضرور لاړ شه ځکه چه دا سړے مے دَ خپل خدمت دَ پاره غوره کړے دے څوک چه به غيرو قومُونو اَؤ دَ هغو بادشاهانو اَؤ اِسرائيليانو ته زما نُوم څرګندوى.