Acts 9:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو حنانیا روان شو او هغه کور ته ورننوت چې شاوول په کې اوسېده او خپل لاس یې په شاوول باندې کېښود او ورته ویې ویل: «ای شاووله وروره! کله چې ته دلته راروان وې، نو څښتن یعنې هماغه عیسی چې تاته په لاره کې درښکاره شو، زه رالېږلی یم چې ته بېرته بینا شې او د روح القدس څخه ډک شې.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو په دے حننياه روان شو اَؤ هغه کور ته ورغلو اَؤ په ساؤل ئے خپل لاسُونه کيښول اَؤ وئے وئيل چه ”زما وروره ساؤله! مالِک عيسىٰ چه په تا په لارے پيښ شوے وو، هغۀ زَۀ تا ته په دے عرض را استولے يم چه ستا نظر بيا وشى اَؤ تۀ په رُوحُ القُدس معمُور شے“