Acts 9:2 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او د هغه څخه یې وغوښتل چې د دمشق د کنیسو دپاره لیکونه ورکړي چې که چېرې هلته داسې سړي یا ښځې پیدا کړي‎ چې د څښتن عیسی د لارې پیروان وي، نو هغه ونیسي او اورشلیم ته یې راولي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ درخواست ئے ورته وکړو اَؤ دَ دمشق دَ عبادت خانو په نُوم ئے دَ دے مضمُون اَؤ اِختيار خطونه وغُوښتل چه که څوک دَ دے دين په لاره ووينم که سړے وى اَؤ که ښځه، ټول به ګرفتار کړم اَؤ بيتُ المُقدس ته به ئے راولم.