Acts 9:21 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هرچا چې د هغه خبرې اورېدلې، نو حیران به شول او پوښتنه به یې کوله: «ایا دا هماغه سړی نه دی چې په اورشلیم کې به یې هغه خلک له منځه وړل چې د عیسی نوم به یې یاداوه؟ هغه دلته د دې مقصد دپاره نه دی راغلی چې دا خلک ونیسي او لاس تړلي یې مشرانو کاهنانو ته بوځي؟»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چا چه دا واؤريدل نو حق حيران شول اَؤ وئے وئيل چه ”دا هغه سړے نۀ دے څۀ چا چه په بيتُ المُقدس کښے هغه خلق وژل چه دَ عيسىٰ نُوم به ئے يادولو؟ اَؤ آيا دَئے خاص په دے غرض دلته نۀ وو راغلے چه دغه خلق ګرفتار کړى اَؤ مشر کاهن له ئے بوزى؟“