Acts 9:27 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو برنباس هغه بوتلو او رسولانو له يې راوستو. هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ساؤل په سفر کښې مالِک څنګه وليدو او مالِک هغۀ سره خبرې څنګه وکړې، او هغۀ په دمشق کښې په زړۀ ورتيا سره د عيسىٰ په نوم بيان څنګه وکړو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا برناباس د هغه سره مرسته وکړه او هغه یې رسولانو ته بوته او هغوی ته یې وویل چې شاوول څنګه دمشق ته په لاره کې څښتن عیسی ولیده او هغه څنګه د شاوول سره خبرې وکړلې. همدارنګه برناباس هغوی ته وویل چې شاوول څنګه په دمشق کې په زړورتیا سره د عیسی په نوم وعظ وکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو برنبا هغه دَ لاسه ونيولو، رسُولانو له ئے بوتلو اَؤ دَ هغوئ سره ئے پيژندګلى وکړه اَؤ هغوئ ته ئے هغه قِصه تيره کړه چه ساؤل دَ سفر په دوران کښے مالِک څنګه ليدلے اَؤ دَ هغۀ آواز ئے آؤريدلے وو اَؤ دا چه هغۀ په دمشق کښے څرنګ په زړه ورتيا سره دَ عيسىٰ په باب کښے وعظ کاوو.