Acts 9:39 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا پطروس هغوئ سره روان شو او کله چې هغه هلته ورسېدو نو پاس بالاخانې ته يې بوتلو. نو ټولې کونډې ښځې پاس بالاخانې ته راټولې شوې وې او په ژړا يې ورته هغه قميصونه او جامې وښودې کومې چې ډورکاس لا ژوندۍ وه نو دوئ له يې جوړې کړې وې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو پطروس پاڅېده او د هغوی سره روان شو. کله چې هغه راورسېده، نو پاس بالاخانې ته یې بوته. ټولې کونډې ښځې د هغه څخه راتاوې شوې، هغوی ژړل او هغه کالي او چپنې چې طبیتا د خپل ژوندانه په وخت کې ګنډلي وو، هغه ته وښودل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ پطروس ورسره سمدستى راروان شو. کله چه هغه راغے نو هغوئ پاس بالاخانے ته بوتلو اَؤ واړه کونډے ښځے ورته راټولے شوے اَؤ په سرو سترګو ئے ورته ژړل اَؤ هغه جامے ئے ورته وښولے کُومے چه تبيتا جوړے کړے وے، کله چه دَ هغوئ سره وه.