Acts 9:40 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پطروس هغوی ټولې له کوټې څخه وویستلې، هغه په ګونډو شو او دعا یې وکړه. بیا یې مړي ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «طبیتا پاڅېږه!» هغې خپلې سترګې وغړولې او کله چې یې پطروس ولیده، نو کښېناستله.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو پطروس هغوئ ټولے بهر کړے اَؤ په زنګنُونو شو اَؤ دُعا ئے وغوښتله، بيا ئے مړى ته مخ راوګرزولو اَؤ وئے وئيل چه ”تبيتا! پورته شه!“ هغے خپلے سترګے وغړولے اَؤ چه پطروس ئے وليدلو نو کښيناستله.