Acts 9:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو شاوول د ځمکې څخه راپورته شو او سره له دې چې سترګې یې غړېدلې، خو څه شی یې نه شو لیدلی. نو ملګرو یې هغه له لاسه ونیوه او دمشق ته یې بوته.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو ساؤل له مزکے نه راپورته شو خو څۀ ئے ليدے نۀ شُو، نو هغوئ هغه دَ لاسه ونيولو اَؤ دمشق ښار ته ئے راوستو.