Colossians 1:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او په خوشحالۍ سره د پلار خدای شکر وباسئ چې تاسو یې د دې لایق کړي یئ چې د خپلو خلکو سره یې د رڼا د پاچاهۍ په میراث کې شریک کړئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغه پلار شکر کوئ چا چه تاسو دَ دے جوګه کړئ چه دَ هغۀ په ميراث کښے حصه دار شئ. دا هغه ميراث دے چه دَ پاکانو سره به دَ هغه نُور په بادشاهت کښے برخه ولرئ.