Colossians 1:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه د بدن، يعنې د جماعت سر دے، هغه ازل دے، او د مړو نه اول ژوندے شوے دے د دې دپاره چې په هر څۀ کښې د هغۀ درجه اول وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د دې تر څنګ هغه د بدن سر یعنې د کلیسا سر دی، هغه پیل دی، هغه لومړی زېږېدلی دی چې د مړو نه راپاڅېد، ترڅو په هرڅه کې لومړی ځای ولري.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه دَ بدن، يعنے دَ جماعت سر دے، هغه ئے ازل دے، اَؤ دَ مړو نه بيا ژوندے کيدُونکو نه دَ ټولو نه اول پيدا شو دَ پاره دَ دے چه په ټولو خبرو کښے دَ هغۀ درجه اول وى.