Colossians 1:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خدای د مسیح په وسیله د ټولو شیانو سره پخلا شو او په صلیب باندې د مسیح د وینې د تویېدلو په وسیله یې د خدای او هغه څه چې په ځمکه او اسمان کې دي، ترمنځ سوله راوستله.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ خُدائے دَ هغۀ دَ وينے په سبب چه په سولئ وبهيدله، صُلح وکړله اَؤ ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ په وسيله دَ ځان سره پخلا کړل، آيا که هغه دَ مزکے وى يا که دَ آسمانُونو.