Colossians 1:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے. هغه زيرے چې ټولې دُنيا ته واورولے شو، او زۀ پولوس هم د دغه زېرى خادِم شوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو بې له شکه باید تاسو په ایمان کې قوي او ټینګ پاتې شئ او هغه هیله پرېنږدئ چې د زېري په اورېدلو سره په ټوله دنیا کې اعلان شوی دی او زه پولوس د همدې زېري خدمتګار شوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے شرط چه تاسو دَ ايمان په بُنياد مضبوط اَؤ ټينګ يئ اَؤ دَ هغۀ اُميد پرے نۀ ږدئ چه په زيرى آؤريدو سره ستاسو په زړُونو کښے پيدا شو. هغه زيرے ټول مخلُوقات ته واؤرولے شو، اَؤ زَۀ پولوس دَ هغۀ خادم شوم.