Colossians 1:24 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
زۀ اوس په هغه کړاونو کښې خوشحاله يم کوم چې ستاسو دپاره تېروم. ځکه چې زۀ په خپل بدن کښې د مسيح د بدن يعنې د جماعت دپاره د مسيح د کړاونو هغه کمے پوره کوم، کوم چې لا تر اوسه پورې پاتې دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه اوس په هغو کړاوونو کې خوشحاله یم چې ستاسو په خاطر یې تېروم، ځکه چې زه په خپل بدن کې د مسیح د بدن یعنې د کلیسا په خاطر د مسیح د تکلیفونو هغه کمی پوره کوم چې لا تر اوسه پاتې دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ اوس په هغه کړاوُونو کښے خوشحاله يم کُوم چه ستاسو دَ خاطره تيروم، اَؤ دَ مُصيبتُونو کمے دَ مسيح دَ بدن، يعنے دَ جماعت دَ خاطره په خپل وجُود کښے پُوره کوم.