Colossians 1:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هم دغه زيرے چې تاسو ته راورسېدو، په ټوله دُنيا کښې خوريږى او مېوه نيسى. لکه څنګه چې يې ستاسو په مينځ کښې هم مېوه ونيوله د هغه ورځې نه چې تاسو د اول ځل دپاره دا زيرے واورېدو او د خُدائ پاک د فضل په حقله په حقيقت پوهه شوئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
لکه څنګه چې دا زېری تاسو ته درورسېد، نو همداسې ټولې نړۍ ته رسیږي او حاصل ورکوي. د هماغې ورځې نه چې تاسو خبر شوئ او د خدای د فضل په هکله په رښتیا سره پوه شوئ، نو په تاسو کې یې هم حاصل ورکړ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
نو تاسو دَ هغه اُميد په باب کښے واؤريدل. لکه چه دَ کُومے ورځے نه تاسو په اول ځل دَ خُدائے دَ فضل کلام واؤريدو اَؤ رښتُونے مو وګڼلو نو په تاسو کښے هم دغسے وده کوى لکه چه په ټول جهان کښے هم ميوه ورکوى اَؤ ترقى کوى.