Colossians 2:12 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
کله چې تاسو د تعمید غسل واخیست، نو د مسیح سره ښخ شوئ او ستاسو د ایمان په وسیله د خدای په قدرت سره چې مسیح یې بېرته راژوندی کړ، تاسو هم د هغه سره په روحاني توګه د مړو نه راپورته شوئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ تاسو دَ مسيح سره په بپتسمه کښے ښخ شوئ اَؤ په هغۀ کښے مو دَ هغه خُدائے په قوت ايمان راؤړو چه هغه ئے دَ مړو نه ژوندے کړو، اَؤ تاسو هم ورسره ژوندى شوئ.