Colossians 2:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
چا ته هم وخت مۀ ورکوئ چې خپل ځان دې ښۀ وګڼى او تاسو دې مجرم کړى. هغوئ خپل ځان په ظاهرى عاجزى ښودلو سره او د فرښتو په عبادت کولو او د روياګانو د ليدو په تفصيلى بيان سره نور خلق مجبوروى. او د هغوئ غېر روحانى ذهن هغوئ پړسولى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
مه پرېږدئ چې څوک په ظاهري عاجزۍ او د فرښتو په عبادت کولو سره تاسو د اجر او انعام د اخیستلو څخه بې برخې کړي. داسې خلک د رویاګانو د لیدلو په تفصیلي بیان او خپلو انساني فکرونو سره بېځایه غرور کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هيچا له موقعه مه ورکوئ چه څوک دِ خپل ځان په ښۀ ګڼلو تاسو مُجرم کوى. داسے خلق په خاص خاص کشفُونو ليدو سره بل مجبُوروى چه هغوئ خپل ځان عاجزان کړى اَؤ فرښتے خُدايان ومنى. داسے عاجزى رښتينى نۀ ده اَؤ داسے خلق دَ خپل عقل په خبرو بے فائدے وپړسيږى.