Colossians 2:23 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
داسې حُکمونه خو په ظاهره عقلمند ښکارى هغه دا چې د خپلې مرضۍ په مطابق سخت عبادت او دروغژنه عاجزى او د فقيرانو په شان ژوند تېرول، خو دا د انسان په نفسانى شوقونو قابو نۀ شى راوستلے او بې‌فائدې دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
که څه هم دا شیان په هغو عبادتونو کې چې هغوی په خپلو ځانونو باندې منلي دي او ظاهري عاجزي او په ځان سختي راوستل په ظاهره معقول ښکاري، خو په حقیقت کې دا شیان نه شي کولای چې د نفساني غوښتنو مخه ونیسي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
داسے ښکارى چه دَ دے حُکمُونو بُنياد په حکمت کيښودے شوے دے، دَ مِثال په طور هغوئ دَ خپلے مرضئ په مُطابق عبادت کوى اَؤ دَ دروغو عاجزى ښکاره کوى اَؤ دَ فقيرانو په شان په ځان سختے تيروى، خو داسے حُکمُونه بے فائدے دى ځکه چه هغوئ دَ نفسانى شوقُونو په قابو مُوندلو هيڅ فائده نۀ ورکوى.