Colossians 2:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خيال کوئ هسې نه چې څوک مو په تشو فلسفو او دوکه مارو خبرو کښې راګېر کړى، ځکه چې د هغوئ خبرې د انسانى رواياتو او د دُنيا د بنيادى اصُولو په مطابق دى او د مسيح په مطابق نۀ دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پام کوئ چې څوک مو په پوچو فلسفو سره چې خلک غولوي راګېر نه کړي، ځکه چې دا د انساني رواجونو او د دې دنیا د بدو روحاني قوتونو سره تړلي دي، نه د مسیح سره.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ خپل ځان خيال ساتئ چه هيڅوک هم تاسو په خپل فلسفيانه اَؤ بے مطلبه ټګئ کښے ګير نۀ کړى، ځکه دا حِکمت دَ مسيح نۀ دے بلکه دَ اِنسانى رواياتو اَؤ دَ دُنيا دَ اِبتدائ خبرو په مُطابق دے.