Colossians 3:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو څنګه چې تاسو د مسیح سره په روحاني توګه راژوندي شوي یئ، بیا د هغو شیانو په لټه کې اوسئ چې په اسمان کې دي، یعنې په هغه ځای کې چې مسیح د خدای ښي لاس ته ناست دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
آيا تاسو دَ مسيح سره نۀ وئ راژوندى کړى شوى؟ نو بيا تاسو دَ آسمانى څيزُونو لټُون کوئ چرته چه مسيح موجُود دے اَؤ دَ خُدائے ښى طرف ته ناست دے.