Colossians 3:16 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
پرېږدئ چې د مسیح کلام په پوره توګه په تاسو کې اوسي. په ټول حکمت سره یو بل ته تعلیم او نصیحت وکړئ او د زړه له کومې خپلو زړونو کې په شکرګزارۍ سره خدای ته زبورونه، مذهبي او روحاني سندرې ووایئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.