Colossians 4:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
اپفراس چې ستاسو له ډلې څخه دی او د عیسی مسیح خدمتګار دی، تاسو ته سلام وایي. هغه تل تاسو ته په شوق او د زړه له کومي دعاګانې کوي، ترڅو تاسو د بالغو خلکو په توګه په ایمان کې ټینګ ودرېږئ او په کامله توګه د خدای په ارادې پوه شئ.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم اِپفراس چه ستاسو نه يو دے، دَ هغۀ هم سلام قبُول کړئ. هغه تل ستاسو دَ پاره لاس په دُعا دے چه تاسو دِ کاملان اَؤ دَ مظبُوطے عقيدے خاوندان شئ اَؤ دَ خُدائے په مرضئ چليدُونکى پاکان شئ.