Ephesians 1:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
دا نقشه به په یو سم وخت کې پوره کیږي چې هغه ټول شیان که په اسمان کې دي یا په ځمکه کې د مسیح د واک او اختیار لاندې سره یوځای شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دا اِراده چه دَ وخت دَ پُوره کيدو سره به مُکمله شى، چه په مسيح کښے ټول څيزُونه راغُونډ شى، که هغه په آسمان کښے وى يا په مزکه.