Ephesians 1:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو، د دې دپاره چې د هغۀ ثناء صِفت او جلال بيان کړُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
همدا روح دی چې د خدای له خوا مونږ ته د هغه د میراث ضمانت دی چې مونږ به یې تر لاسه کوو. خدای مونږ په بیه واخیستلو چې د هغه خلک واوسو، ترڅو د هغه د جلال او لویۍ صفت وشي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هم هغه رُوح چه زمُونږ دَ ميراث ضمانت دے، تر څو چه مُونږ هغه ټول څيزُونه ومُومو چه خُدائے ئے مُونږ سره وعده کړى وه، چه مُونږ دَ خُدائے دَ خلاصُون په وسيله دَ هغۀ ملکيت يُو، نو دَ هغۀ دَ جلال دِ ستائينه وى.