Ephesians 1:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو زۀ دُعا کوم چې ستاسو د زړۀ سترګې دې روښانه شى چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغۀ تاسو د څومره لوئ اُميد دپاره رابللى يئ، يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه دعا کوم چې ستاسو د زړونو سترګې دې روښانه شي، ترڅو په دې پوه شئ چې هغه تاسو په کومې هیلې سره رابللي یئ یعنې هغه پرېمانه او شانداره میراث ته چې هغه خپلو خلکو ته ساتلی دی،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ زَۀ غواړم چه ستاسو دَ زړۀ سترګے روښانه شى چه تاسو پوهه شئ چه هغۀ تاسو دَ څومره لوئے اُميد دَ پاره رابللى يئ، يعنے هغه شاندار ميراث چه هغۀ دَ خپلو خلقو دَ پاره ساتلے دے څومره لوئے دولت دے،