Ephesians 2:10 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې مونږ د هغۀ خاص مخلوق يُو چا چې مونږ په عيسىٰ مسيح کښې د نېکو کارونو دپاره پېدا کړى يُو، او دا کارونه خُدائ پاک د مخکښې نه زمونږ دپاره تيار کړى وُو، چې مونږ يې سر ته ورسوو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې مونږ د هغه په لاس جوړ شوي یو او په عیسی مسیح کې د نېکو کارونو دپاره پیدا شوي یو چې خدای د مخکې نه زمونږ دپاره تیار کړي وو، ترڅو سرته یې ورسوو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه مُونږ هم خُدائے جوړ کړى يُو اَؤ مُونږ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ښۀ کارُونو دَ پاره پيدا شوى يُو کُوم چه خُدائے دَ اول نه مُونږ دَ پاره تيار کړى وُو.