Ephesians 2:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه داسې وکړ، ترڅو په راتلونکو زمانو کې د خپل فضل لویه او بې حده شتمني د خپلې مهربانۍ له مخې په عیسی مسیح کې مونږ ته ښکاره کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله مُونږ ته دَ مهربانئ په طور دا کړے وو، هغۀ دا ځکه وکړو چه په راتلُونکو زمانو کښے هغه خپل بے اندازے فضل په مُونږ ښکاره کړى.