Ephesians 3:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د خدای مقصد دا ؤ چې اوس د خپل حکمت مختلف اړخونه د کلیسا په وسیله حاکمانو او د واک خاوندانو ته په اسماني ځایونو کې ښکاره کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه اوس دَ جماعت په وسيله دَ خُدائے قِسم قِسم حِکمت هغه حاکمانو اَؤ دَ واک خاوندانو ته معلُوم شى څوک چه په آسمان کښے دى،