Ephesians 3:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو چې بيا د ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړونو کښې واوسيږى، او زما دا دُعا ده چې د خُدائ پاک په مينه کښې ستاسو جرړې مضبوطې شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
همدارنګه زه دعا کوم چې ستاسو د ایمان په وسیله مسیح ستاسو په زړونو کې واوسیږي. زه دعا کوم چې د خدای مینه په تاسو کې ریښې وځغلوي او د مینې په بنیاد ودان شئ،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړُونو کښے ځائے ومُومى. زَۀ دُعا کوم چه تاسو په مينه کښے پوخ بيخ ولرئ.