Ephesians 3:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او زۀ دُعا کوم چې تاسو سره هم دا قدرت راشى چې د ټولو مقدسينو سره يو ځائ پوهه شئ چې د مسيح د مينې پلنوالے، اوږدوالے، اوچتوالے او ژوروالے څومره دے.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ترڅو تاسو د خدای د ټولو خلکو سره یوځای دا توان ولرئ چې په دې پوه شئ چې د مسیح مینه څومره پراخه، اوږده، اوچته او ژوره ده
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
چه دَ ټولو پاکانو سره په ښۀ شان سره معلُوم کړے شئ چه دَ مسيح دَ مينے پلنوالے، اُوږدوالے، اُوچتوالے اَؤ ژوروالے څومره دے،