Ephesians 3:6 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه راز دا دے چې کومو يهوديانو او غېريهوديانو چې په زېرى ايمان راوړے وى هغوئ دواړه د خُدائ پاک په ميراث کښې برابر شريک دى، او دوئ د يو بدن اندامونه دى، او دواړه د عيسىٰ مسيح په وسيله د برکت په وعدې کښې شريک دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه راز دا دی چې غیریهودیان د زېري په وسیله د یهودیانو سره په میراث کې شریک دي، دواړه د یو بدن غړي او په هغې وعدې کې شریک دي چې خدای په عیسی مسیح کې زمونږ سره کړې ده.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه راز دا دے چه دَ زيرى په وسيله غير يهُوديان دَ يهوديانو سره دَ خُدائے په ميراث کښے برخه ولرى، اَؤ په يو بدن کښے شامل، اَؤ دَ خُدائے په هغه لوظ کښے شريک شى چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله وکړو.