Ephesians 4:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
نو نور به مونږ ماشومان نه یو چې د څپو په وسیله اخوا دې خوا وغورځول شو او د انساني هر ډول تعلیم د باد په وسیله دلته او هلته یووړل شو او نه به نور د خلکو د چالاکۍ او د ټګۍ نه ډکو دسیسو له امله بې لارې کېږو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے دَ پاره چه مُونږ نور وړاندے ماشُومان پاتے نۀ شُو اَؤ دَ خلقو دَ چل ول اَؤ مکارئ په تعليم لکه دَ چپو ديخوا اخوا نۀ ګرزُو. داسے تعليم ورکووُنکى دَ خپلو منصُوبو په وجه خلق ګمراه کوى.