Ephesians 4:16 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه په خپله ټول بدن په کاملې طريقې سره يو ځائ کوى، چې دغه شان هره حِصه خپل خاص کار سر ته رسوى، او د بدن د نورو حِصو سره په ترقۍ کولو کښې مدد کوى، د دې دپاره چې ټول بدن صحتمند او پوره په مينې سره وده وکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغه تر لاس لاندې د بدن ټول غړي د هغو بندونو په وسیله چې د هغو دپاره تیار شوي دي، سره یوځای کوي او نښلوي. کله چې د بدن هر غړی په مناسب ډول خپل کار کوي، نو ټول بدن وده کوي او په مینه خپل ځان جوړوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغۀ په وسيله دَ بدن هره يوه حصه يو ځائے کيږى اَؤ دَ بدن دَ خپل هر يو پيوند په مدد قائم وى، چُنانچه دَ بدن هره يوه حِصه په ښۀ شان کار کوى نو ټول بدن پرے وده کوى اَؤ په مينه کښے ترقى هم مُومى.